۰

په ۱۵ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوه

یکشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۸
د پاسپورټ عمومي ریاست خبر ورکړ، چې سر له سبا دوشنبې د لیندۍ ۱۵ مې به په ۱۵ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شي.
په ۱۵ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوه
د پاسپورټ عمومي ریاست خبر ورکړ، چې سر له سبا دوشنبې د لیندۍ ۱۵ مه به په ۱۵ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاسپورټ عمومي رییس عالم ګل حقاني نن یکشنبې د لیندۍ ۱۴ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، دوی توانېدلي، چې په پنځلسو نورو ولایتونو کې هم ماشینونه او وسایل بېرته چمتو کړي او سره له سبا په دغه ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړي.
 
دغه ولایتونه چې تازه په کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کېدونکې ده، فراه، نیمروز، بادغیس، پکتیکا، لغمان، کونړ، تخار، زابل، ارزګان، جوزجان، بغلان، بامیان، پنجشېر او سمنګان ولایتونو دي.

د پاسپورټ رییس وايي، دوه نورو ولایتونو کې به هم ډېر ژر وسایل چمتو او ژر به یې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شي، خو د دغه ولایتونو نومونه یې په ډاګه نه کړ.

په ورته وخت کې ښاغلي حقاني خبرداری ورکړ، چې ټول کمېشنکاران به ټولوي او له خلکو یې وغوښتل، چې کمېشنکارانو ته پیسې ورنه کړي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې دوی په دې برخه کې جدي دي او ورځې وړاندې یې هم یوه ډله کسان نیولي، چې جعلي پاسپورټونه او تذکرې یې جوړولې.

د پاسپورټ رییس اعلان وکړ، چې دوی تر ۱۵ میاشتو پورې د پاسپورټ چاپ کولو ته اړتیا نه لري او له هغې وروسته به د کابینې د پرېکړې سره سم ګامونه اخلي.

ده و ویل، چې تر اوسه پورې یې ۱۲۵ زره پاسپورټونه وېشلي او لا هم دا لړۍ په خورا چټکۍ سره روانه ده.

په ورته وخت کې ښاغلي حقاني و ویل په هغه ولایتونو کې چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوې اوسېدونکي یې دې د پاسپورټ تر لاسه کولو لپاره مرکز ته مراجعه نه کوي.

د هغه په وینا هغه کسان چې په کابل کې اوسي او تذکرې یې د ولایتونو دي خپلو مربوطه ولایتونو کې د پاسپورټ تر لاسه کولو لپاره اقدام وکړي او مرکز کې دې ګڼه ګوڼه نه جوړوي.

همدارنګه ده زیاته کړه هغه کسان چې د ولایتونو دي خو تذکرې یې د کابل دي کولۍ شي مرکز کې خپل پاسپورټونه تر لاس کړي او یا اقدام ورته وکړي.

دغه شان ښاغلي حقاني زیاته کړه، هغه کسان چې د ولایتونو دي خو له وړاندې یې مرکز کې د پاسپورټ تر لاسه کولو لپاره اقدامات کړي، هغوی دې انتظار اوسي چې هر وخت کابل کې دغه لړۍ پیل شوه، خپل پاسپورټونه دې تر لاسه کړي.

د پاسپورټ رییس دغه راز زیاته کړه، چې په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټونو  تمدید ټاپې نشته نو ځکه هغه کسان چې پاسپورټونه لري هغوی دې نوي پاسپورټونه تر لاسه کړي.

علم ګل حقاني په کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په اړه و ویل، چې دلته ماشینونه خراب شوي او دوی کار پرې روان کړی او ډېر ژره به کابل کې هم دا لړۍ پیل شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي