۰

نړیوال بانک: افغانستان ته د پیسو د لېږد په اړه راتلونکې اوونۍ پرېکړه کېږي

شنبی ۱۳ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۵
د نړیوال بانګ یوه ویاند ویلي، مرستندویه هېوادونه به د افغانستان د کنګل شویو پیسو د لېږد په اړه تر راتلوونکې یوې اوونۍ پورې تصمیم ونیسي.
نړیوال بانک: افغانستان ته د پیسو د لېږد په اړه راتلونکې اوونۍ پرېکړه کېږي
د نړیوال بانګ یوه ویاند ویلي، مرستندویه هېوادونه به د افغانستان د کنګل شویو پیسو د لېږد په اړه تر راتلوونکې یوې اوونۍ پورې تصمیم ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ویاند چې نوم یې نه دی ذکر شوی ویلي، مرسته کوونکو هېوادونو پتېیلي چې د دسمبر تر ۱۰ مې پورې افغانستان ته د هغو د کنګل شویو پیسو په اړه پرېکړه وکړي.
 
نوموړي ویلي، د افغانستان د بیارغونې صندوق مرستندویان یا ARTF چې د نړیوال بانک له خوا مدیریت کېږي موافقه کړې، چې تر یوې اوونۍ پورې په دې اړه خپل تصمیم ونیسي.

په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ټینګار شوي، چې دغه پرېکړه پرون جمعه د لیندۍ ۱۲ مه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوال بانګ مدیره پلاوی همدا اونۍ د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه ۲۸۰ میلیون ډالره د افغانستان د بیارغونې صندوق سره د خوړو نړیوال سازمان او یونیسف ته د بشري مرستو په خاطر ورکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي