۰

پاکستان له شرط پرته هند ته اجازه ورکړه چې مرسته شوي غنم افغانستان ته ورسوي

شنبی ۱۳ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۱
له اوږه ځنډ وروسته پاکستان ومنله چې له هېڅ ډول قید او شرط پرته به هند ته اجازه ورکړی، چې له افغانستان سره مرسته کړي پنځوس زره ټنه غنم دغه هېواد ته ولېږدوي.
پاکستان له شرط پرته هند ته اجازه ورکړه چې مرسته شوي غنم افغانستان ته ورسوي
له اوږه ځنډ وروسته پاکستان ومنله چې له هېڅ ډول قید او شرط پرته به هند ته اجازه ورکړی، چې له افغانستان سره مرسته کړي پنځوس زره ټنه غنم دغه هېواد ته ولېږدوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستان پرون جمعه د لیندۍ ۱۲ مه دا پرېکړه کړې او ویلي یې دي، چې افغان لارۍ دې له واګې بندره تر افغانستان د هند ۵۰ زره ټنه غنم او درمل ولېږدوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان په استثنايي ډول د واګې بندر له لارې افغانستان ته د هند د ۵۰ زره ټنه غنمو او نورو حیاتي طبي مرستو د رسېدو په برخه کې پرېکړه وکړه چې افغان لاریو ته به اجازه ورکوي چې د هند مرستې خپل هیواد ته ولېږدوي.

د یادونې ده، چې پاکستان تر دې وړاندې هند ته د دغه غنم او نورو توکو د لېږد لپاره یو لړ شرطونه ایښي و، چې یو یې دا و چې له واګې بندره تر کابله به پاکستان لارۍ دا توکي وړي.

پر دې سربېره پاکستان د هند د مرستې د لېږدېدو لپاره د حق العبور غوښتنه کوله خو هند وايي چې د بشري مرستو په خاطر هېڅ هیواد حق العبور نه غواړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي