۰

د روسیې او پاکستان د ملي امنیت سلاکاران پر افغانستان غږېدلي

پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۰۳
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف مسکو ته په سفر تللی او هلته یې له خپل روسي سیال نیکلای پاتروشف سره لیدلي دي.
د روسیې او پاکستان د ملي امنیت سلاکاران پر افغانستان غږېدلي
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف مسکو ته په سفر تللی او هلته یې له خپل روسي سیال نیکلای پاتروشف سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاتروشف او یوسف د افغانستان په اړه خبرې کړې او دواړو په دغه هېواد کې د ژور بشري بحران په اړه شدیده اندېښنه ښودلې.

د روسیې او پاکستان دغه دوه لوړ پوړو چارواکو پر نړیوالو غږ کړي، چې په افغانستان کې د دغه وضعیت د مهارولو لپاره په بېړني ډول لاس په کار شي او مرستې ورسره وکړي.

روسیه کې د پاکستان سفارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، مسکو او اسلام آباد په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د ګډو هڅو په ترسره کولو ټینګار کړی دی.

دواړو لوریو دا هم ویلي، چې افغانستان کې دمګړۍ یوه انساني فاجعه روانه ده او دوی ورته سخت اندیښمن دي.

روسیه او پاکستان له نړیوالو غوښتي، چې د دغې فاجعې د مهارولو او پایلو د لا خرابیدو له وېرې باید زر لاس په کار او افغانستان ته بشرپاله مرستې واستوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي