۰

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د څلورنیم میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې

پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۶
ملګرو ملتونو د راتلونکي کال پاره د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د ۱۸۳ میلیونو وګړو سره د مرستو په خاطر د ۴۱ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د څلورنیم میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې
ملګرو ملتونو د راتلونکي کال پاره د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د ۱۸۳ میلیونو وګړو سره د مرستو په خاطر د ۴۱ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغانستان د بېوزه او جګړو ځپلو هېوادونو په سر کې دي، چې وګړي یې له سختو مشکلاتو سره مخ دي.

په همدې خاطر ملګرو ملتونو په دغه ۴۱ میلیارد ډالرو کې یوازې د افغانستان لپاره د ۴.۵ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې، چې د ټولې مرستې لس سلنه جوړوي.

ملګرو ملتونو نن پنشنبې د لیندۍ ۱۱ مه په خپل کلني درخواست کې ویلي، چې قحطۍ د نړۍ په ۴۳ هېوادونو کې د ۴۵ میلیونو کسانو ژوند له جدي مشکل سره مخ کړی.

یاد سازمان ویلي، اقلیمي بدلونونو خوړو ته لاسرسی محدود کړی او ۴۱ میلیاردو ډالرو غوښتل د ملګرو ملتونو په کلنۍ بودیجه کې ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

ملګرو ملتونو مرسته کوونکو ته په یوه راپور کې راغلي، له دوامدار او بېړني اقدام پرته کېدای شي ۲۰۲۲ کال له ناورینونو ډک وي.

سرچینه وایي، افغانستان ، سوریه، یمن، ایتیوپیا او سوډان هغه پنځه هېوادونه دي چې ډېرې بودیجې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکي مارټین ګرفیټس وايي، دغه سازمان هڅه کوي د نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو د سیستم په مرسته په افغانستان کې د نغدو پیسو د تبادلې نوښت رامنځ ته کړي څو له مخې یې د هغه هېواد اقتصاد ته نغدي پیسې داخلې شي.

ده ویلي، په افغانستان کې د نغدو پیسو نشتون د هر ډول خدماتو د وړاندې کېدو په وړاندې لوی خنډ ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکي زیاته کړې«هیله من یم چې وکړای شو یو کار وکړو او د روانې میاشتې تر پای یې ترلاسه کړو.»

ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د څلور نیم میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې د راپورونو پر اساس همدا اوس افغانستان کې کابو ۲۴ میلیونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په راپورنو کې خبرداری ورکړل شوي، چې که له افغانستان سره بېړنۍ او پر وخت مرستې ونه شي، نو د ژمي په رارسېدو سره به دغه هېواد کې لوی بشري ناورین رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي