د ناټو د بهرنیو چارو وزایران وایي، د تړون غړي هېوادونه باید د افغانانو د بېړنۍ تخلیې د عملیاتو ظرفیتونه لوړ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۰ مه د لاتویا مرکز ریګا کې د افغانستان له ۱۸ کلن ماموریته پر اخیستو درسو خبرې وکړې.
د ناټو له خبرپاڼې سره سم، د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دې لپاره غونډه وکړه چې د اګسټ په ۱۵مه د افغانستان د حکومت له پرځېدو وروسته د ناټو د تړون د عملیاتو پر پایلو او پر هغو درسونو خبرې وکړي چې دوی د افغانستان له مأموریت څخه ترلاسه کړي دي.
ناټو له افغانستانه د خلکو د ایستلو پر عملیاتو د خبرو په ترڅ کې په دې ټینګار وکړ چې باید د تړون د غړو هېوادونو د بېړنۍ تخلیې د عملیاتو ظرفیتونه لوړ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل