۰

ملګري ملتونه: ګاونډي هېوادونه دې د افغان کډوالو سختي نه کوي

پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۷
ملګرو ملتونو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې په خپلو پولو کې پر افغان کډوالو فشارونه پای ته ورسوي او سختي ورسره ونه کړي.
ملګري ملتونه: ګاونډي هېوادونه دې د افغان کډوالو سختي نه کوي
ملګرو ملتونو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې په خپلو پولو کې پر افغان کډوالو فشارونه پای ته ورسوي او سختي ورسره ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه لکه پاکستان، ایران او تاجکستان دې پر افغان کډوالو فشارونه او سختۍ ودروي او خپلې پولې د دوی پر مخ خلاصې کړي.

سرچینې زیاته کړې، په وروستیو کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له لوري د کډوالو ایستل ډېر شوي چې دا مسله د اندېښنې وړ ده او یاد هېوادونه دې له دغه چارې لاس په سر شي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ دغه راز له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې له کډوالو او بېځایه شوو سره مرستې وکړي او د زرګونه افغانانو ژوند وژغوري.

د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم په میلیونو افغانانو له هېواد څخه وتلو ته مخه کړې، چې ډېری یې وتلي او نور هم د وتو په حال کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي