د ملګرو ملتونو سازمان د باور د ورکړې کمېټې په دغه سازمان کې د طالبانو د استازي ته د ځای د ورکړې او نه ورکړې پرېکړه ځنډولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو په قطر کې د خپل سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین د ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځانګړي استازي څوکۍ ته معرفي کړی و، خو ملګرو ملتونو هغه ته ځای ورنه کړ.
له دې وروسته پرون د ملګرو ملتونو د باور د ورکړې کمېټې د افغانستان او میانمار د څوکۍ په اړه غوښتل غونډه جوړه کړي، خو دغه غونډه وځنډول شوه.
د یادې کمېټې مسوولینو خبریالانو ته ویلي، چې د اوس لپاره دا پرېکړه ځنډول شوې خو دا یې هم روښانه نه کړه، چې ایا پر دې څوکۍ به د افغانستان پخوانی ځانګړی استازي کار مخ ته وړي که څنګه.
د یادونې ده، روسیه، چین، امریکا د دغه ۹ نفري کمېتې درې مهم غړي دي، چې د یاد سازمان د ۱۹۳ استازو په اړه پرېکړې کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل