۰

سعودي عربستان هم کابل کې خپل سفارت بېرته پرانست

چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۱
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ، چې سعودي عربستان هم په کابل کې خپل سفارت پرانیست او پر فعالیت یې پیل وکړ.
سعودي عربستان هم کابل کې خپل سفارت بېرته پرانست
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ، چې سعودي عربستان هم په کابل کې خپل سفارت پرانیست او پر فعالیت یې پیل وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بخلي وايي، پرون سه شنبې د لیندۍ ۹ مه د سعودي عربستان ۱۴ کسیزه پلاوی کابل ته راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه پرسونل په خپل سفارت کې قونسلي خدمات افغان ولس ته پیل کړ او سفارت یې پرانسته.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د سعودي عربستان د دغه نېک اقدام هرکلی کوي او د ښو اړیکو پیلامه یې بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي