۰

د سعودي عربستان ځینې دیپلوماتان کابل ته راغلي دي

سی شنبه ۹ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۲۰
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي، د سعودي عربستان ځینې دیپلوماتان کابل ته راغلي دي.
د سعودي عربستان ځینې دیپلوماتان کابل ته راغلي دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي، د سعودي عربستان ځینې دیپلوماتان کابل ته راغلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ديپلوماتان نن سه شنبې د لیندۍ ۹ مه کابل ته راغلي او ښايي، چې په دغه ښار کې د خپل هېواد سفارت پرانیزي.

د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي، سعودي عربستان به ډېر ژر په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د یادونې ده، چې سعودي تر دې څو ورځې وړاندې ویلي و، چې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

د سعودي چارواکو دغه څرګندونې له هغې وروسته وکړې، چې د دوی نېږدې متحد، محتده عربي اماراتو څو ورځې وړاندې افغانستان کې خپل سفارت پرانیست.

په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د پرانستل کېدو خبرونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې دغه هېواد د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده.

تر متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان وړاندې المان او جاپان هم ویلي چې دوی به په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

باید و ویل شي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ګڼ شمېر هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتي فعالیتونه ودرول او ځینو یې قطر څخه فعالیت پیل کړ.

خو د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې یاد هېوادونه بېرته په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي او اړیکې عادي شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي