سیمه ییزې سرچینې وايي، کونړ ولایت کې د مخکني حکومت یو قاضي د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وژل شوی قاضي عبدلواحد صاحبزاده نومېږي او د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ پخوانی قاضي وو.
سرچینې وايي، قاضي عبدلواحد صاحبزاده پرون دوشنبې د لیندۍ ۸ مه ماښام مهال وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا صاحبزاده د ماښام د لمانځه له ادا کولو وروسته کور ته روان و، چې پر لار نامعلومه وسله والو پرې ډزې کړې او وژلی یې دي.
تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
طالبانو هم تر اوسه په دې ړه نظر نه دی ورکړی.
جمهورخبري آژانس:کابل