امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې د قربانیانو کورنۍ وايي، د افغانستان کنګل شوې پیسې باید دوی ته په تاوان کې ورکړل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د دغه پېښې د ۱۵۰ قربانیانو کورنۍ ښايي د راتلونکې جمعې په ورځ دغه غوښتنه د امریکا د فدرالي محکمې څخه وکړي.
دوی په اصل کې له طالبانو د تاوان غوښتونکي دي، ځکه وايي، طالبانو القاعدې ډلې سره د سپتمبر د یوولسمې د پېښې په تنظیم او ترسره کولو کې همکاري کړې ده.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي،د امریکا په بانکونو کې د افغانستان د زېرمه شویو کنګلي بانکي زېرمو کچه څه باندې ۷ میلیارده ډالرو ته رسیږي.
له دې پیسو څخه ۷ میلیارده ډالره یې د سپتمبر د یوولسمې د پېښې قرباني شوې کورنۍ غواړي او یوه نوره اندازه پیسې یې په کابل کې د طالبانو د برید پر مهال د یو شمېر وژل شویو امریکایانو کورنۍ په خپل تاوان کې غواړي.
معلومه نه ده، چې د امریکا محکمه او دولت به په دې اړه څه ډول پریکړه کوي؟
طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل