۰

کابل ښار کې چاودنې پنځه کسه ټپیان کړي دي

سی شنبه ۹ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۹
کابل کې د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو خو تر اوسه یې په دقیق ډول د ځای، نوعیت او زیان په اړه معلومات نشته دي.
کابل ښار کې چاودنې پنځه کسه ټپیان کړي دي
د راپورونو له مخېد کابل ښار د دارلامان پر سړک د ماین چاودنه شوې ده، چې ویل کېږي پنځه تنه په کې ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن سه شنبې د لیندۍ ۹ مه سهار ۹:۳۰ بجې رامنځ ته شوې ده.

ویل کېږي چې ماین د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوی و او له سیمې د هایلکس ډوله موټر د تېرېدو پر مهال یې چاودنه کړې ده.

راپورونه وایي، په پېښه کې د امنیتي کسانو په ګډون پنځه کسه ټپیان شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ هم پېښه تایید کړې او وایي چې چا ته پکې زیان نه دی اوښتی. 

مخنکي معلومات:
کابل کې د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو خو تر اوسه یې په دقیق ډول د ځای، نوعیت او زیان په اړه معلومات نشته دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن سه شنبې د لیندۍ ۹ مه سهار ۹:۳۰ دقیقې وشوه.

د چاودنې غږ ډېر دروند و خو تر اوسه یې د ځای، نوعیت او زیان په اړه معلومات نشته.

د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي