۰
د اروپايي پارلمان غړی:

د بشري حقونو نارې وهو، خو د افغانانو پر حق سترګې پټوو

دوشنبه ۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۳
د اروپايي پارلمان یوه غړی مایک والاس وايي، نړیوال هسې د بشري حقونو نارې وهي، خو په افغانستان کې یې د افغانانو پر حق سترګې پټې کړې دي.
د بشري حقونو نارې وهو، خو د افغانانو پر حق سترګې پټوو
د اروپايي پارلمان یوه غړی مایک والاس وايي، نړیوال هسې د بشري حقونو نارې وهي، خو په افغانستان کې یې د افغانانو پر حق سترګې پټې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي په یوه ټوېټ کې ویلي، د نړیوالې ټولنې له لوري په افغانستان کې د بشري حقونو ښکاره نقض روان دی.

غړي مایک والاس په افغانستان کې روان وضعیت بوږنوونکی بللی وايي، دا هر څه د نړیوالې ټولنې د بې پروایۍ له امله رامنځ ته شوي دي.

نوموړي ټينګار کړی، چې امریکا او ملګرو یې د افغانستان شاوخوا نهه میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې او دغه هېواد یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی، خو په رسنیو کې د بشري حقونو د پالنې نارې وهي.

ده ویلي، اروپايي ټولنه، امریکا او ملګري یې په نړۍ کې د بشري حقونو د خوندیتوب خبره کوي، خو د شتمنیو په کنګل کولو سره یې د افغانانو ژوند سخت کړی او بشري حقونه یې نقض کړي دي.

مایک وایي اروپا او امریکا د بشري حقونو نارې وهي خو همدا حقونه یې بیا پخپله تر پښو لاندې کړي دي.

ده تمه ښوودلې چې امریکا ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او له دغه هېواد سره د بشري مرستو په برخه کې همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي