۰
د امریکا د کانګرس غړی:

​​​​​​​بایډن افغانان او امریکایان په ناورین کې ښکېل کړل، باید واک پرېږدي

دوشنبه ۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۰
د امریکا د کانګریس ځينې غړي وایي، د امریکا ولسمشر جوبایډن افغانان او امریکایان په ناورین کې ښکېل کړل او باید نور له واک سره مخه ښه وکړي.
​​​​​​​بایډن افغانان او امریکایان په ناورین کې ښکېل کړل، باید واک پرېږدي
د امریکا د کانګریس ځينې غړي وایي، د امریکا ولسمشر جوبایډن افغانان او امریکایان په ناورین کې ښکېل کړل او باید نور له واک سره مخه ښه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کانګریس غړي روني جکسون په تازه څرګندونو کې ویلي، بایډن د خپل واک په موده کې امریکا په کړکېچونو کې ښکېله کړې او امریکایانو ته یې بحرانونه زېږولي دي.

نوموړي په ټینګار سره زیاته کړې، د دې وخت دی چې بایډن واک پرېږدي او په امریکا کې رامنځ ته کړی وضعیت پای ته ورسوي.

دی وايي، د افغانستان په اړه د بايډن عجولانه او بې فکره پرېکړه، په دغه هېواد کې د امریکايي وګړو پاتې کېدل او پر افغانانو د اوسني وضعیت راتګ هم هغه څه دي چې د امریکایانو او افغانانو لپاره یې ناورین زېږولی دی.

دغه امریکايي استازي له امریکايي وګړو هم غوښتي چې د بایډن د واک ختمولو لپاره لاس په کار شي او هغه نور له سپینې ماڼۍ خپل کور ته ولېږي.

تر دې وړاندې یو شمېر نورو امریکايي استازو، سیاسیون او ان مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په وار وار پر بایډن نیوکه کړې، چې د اوسنیو ستونزو لامل بایډن دی.

ټرمپ خو لا دا هم ویلي، چې بایډن له افغانستان د سرتېرو ایستلو په دغه ډول سره په نړۍ کې د امریکا حیثیت له صفر سره ضرب کړ او اوس څوک له امریکا وېره نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي