د ایکو سازمان غړو هېوادونو په ۱۵ مه کلنۍ ناسته کې له افغانستان سره د مرستو او همکاریو په دوام ټينګار کړی او خبرداری یې ورکړی، که له دغه هېواد سره مرستې ونه شي، بشري ناورین به رامنځ ته شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایکو سازمان غونډه پرون یکشنبې د لیندۍ ۷ مه د ترکمستان په کوربتوب تر سره شوه چې په کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو استازو ګډون کړی وو.
دوی په دغه ناسته کې د افغانستان پر روان وضعیت هم خبرې کړې او ډاډ یې څرګند کړي، چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي.
د ایکو سازمان غړو هېوادونو ټینګار کړی چې نړیوال هم باید د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.
په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، ترکمنستان او ترکیې ولسمشرانو ګډون کړی و.
د ایران ولسمشر ویلي، افغانان له سخت وضعیت سره مخ دي او دوی تر خپلې وسې له دغه هېواد سره مرسته کړې ده.
ترکیه بیا ویلي، له افغانستان د کډوالو ور روانې څپې اندېښمن کړي دي او تمه لري چې نړیوال له افغانستان سره مرسته وکړي او په دې توګه د کډوالۍ روانه څپه ودروي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم د افغانستان په اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي که له دغه هېواد سره مرسته ونه شي، نو د ژمي په رارسېدو سره به دغلته یو بشري ناورین رامنځ ته شي.
جمهورخبري آژانس:کابل