د افغانستان د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمدالله وثیق وايي، متحده عرب اماراتو د اشرف غني د ادارې په ټولو هغو چارواکو د سیاسي فعالیت بندیز لګولی چي په دبۍ او نورو ښارونو کې اوسېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي وثیق په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړی، خو زیاته کړې یې ده، چې په دې محدودیت کې خپله اشرف غني، عطا نور او محب هم شامل دي.
د یادونې ده، چې وړاندې تر دې هم داسې راپورونه وو، چې متحده عربي اماراتو د افغانستان په پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني باندې ځینې بندیزونه لګولي.
د سرچینو په وینا یو له دغه بندیزونو دا و، چې هغه به پر خپله فسبوک او ټوېټر پاڼو څه نه وايي، خو وروسته دا خبره د ښاغلي غني د نېږدې کسانو له خوا په کلکه رد شو.
غني له کابل څخه تر وتلو او متحده عربي اماراتو ته تر رسېدو وروسته یو ځل له خپلې فسبوک پاڼې په ژوندۍ بڼه وینا وکړه خو له هغې وروسته یې تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل