۰
وال سټرېټ ژورنال:

د کابل او نورو لویو ښارونو نیولو کې ښاري طالبانو مهم رول ولوباوه

دوشنبه ۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۲
وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې د کابل او نورو لویو ښارونو د سقوط او نیولو ارزونه کړې وايي، د کابل او نورو لویو ښارونو نیولو کې ښاري طالبانو مهم رول ولوباوه.
د کابل او نورو لویو ښارونو نیولو کې ښاري طالبانو مهم رول ولوباوه
وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې د کابل او نورو لویو ښارونو د سقوط او نیولو ارزونه کړې وايي، د کابل او نورو لویو ښارونو نیولو کې ښاري طالبانو مهم رول ولوباوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ پرون یکشنبې د لیندۍ ۷ مه په راپور کې ویلي، طالبانو د کابل او نورو ښارونو تر نیولو مخکې هلته پټې شبکې لرلې.

په راپور کې ویل شوي، د دغه پټو شبکو غړو چې طالبان و، ږیرې خرېیلې، کوبای پتلونه یې اغوستل او تورې عینکې به یې په سترګو کولې، دوی کلونه د افغانستان د حکومت په وزارتونو، پوهنتونونو، سوداګري مرکزونو او موسسو کې کار کاوه.

خو د امریکايي پوځیانو تر وتلو وروسته دا پټ فعالان په کابل او د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې ښکاره شول چې خپل ګاونډیان او همکاران یې حیران کړل.

دوی خپلې پټې کړې وسلې راوایستې او پر ښارونو یې د کنټرول لپاره له داخله د طالبانو سره مرسته وکړه او هغه اساس رول چې دغو کسانو یا دې پټو شبکو لوبولی، له افغانستانه د امریکايي يوځیانو له وتلو درې میاشتې وروسته اوس څرګندېږي.

د طالبانو یو مشر مولوي محمدسلیم سعد، چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې یې په پلازمېنه کابل کې د ځانمرګو او هدفي بریدونو مسوولیت درلود ویلي، دوی په هره اداره او موسسه کې ایجنټان لرل.

د هغه په وینا هغو کسانو چې له وړاندې په کابل کې اوسېدل د کابل د نیول کېدو په ورځ د ښار د حساسو او ستراتېژیکو برخو کنټرول په لاس کې واخیست.

مولوي سعد، چې د حقاني شبکې په بدري ځواک پورې اړوند دی وايي، حتي په هغه دفتر کې، چې اوس دی په خپله مشر دی، یعني د کابل د هوايي ډګر د امنیتي قوماندانۍ مرکز، کسان لرل.

د بدري ځواک یو قوماندان محمدرحیم عمري، چې په پټه یې په کابل کې طالبانو ته کار کاوه، په دې ښار کې د موبلایلو کاروبار کاوه.

دی وايي، له ۱۲ تنو نورو سره یې د اګست په ۱۵ مه د ښار په ختیځ کې د افغانستان د ملي امنیت یو دفتر ونیوه، د هغه کارکوونکي یې بې وسلې کړل او پرې یې نه ښودل چې کمپیوټرونه او اسناد له منځه یوسي.

د هغه په وینا بدري ځواک بېلابېلې دندې پر مخ وړلې، یوه برخه یې وسله وال جنګیالي وو، بلې برخې یې د بسپنې یا چندې ټولولو مسوولیت درلود او یوه برخه په تبلیغاتو بوخته وه.

عمري، چې اوس د کابل د دوولسمې ناحیې د پولیسو قوماندان دی، وايي چې دا درې برخې اوس سره یوځای شوي دي.

بدري ځواک د بدرالدین حقاني له لوري، چې په ۲۰۱۲ کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، تاسیس شوی دی او اوس دا ځواک د نوموړي د ورور سراج الدین حقاني تر قوماندې لاندې دی چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر دی.

۳۰ کلن کامران چې د وردګو ولایت اوسېدونکی دی او نه غواړي تخلص یې څرګند شي، د کابل پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت ورسپارل شوی و.

کامران وايي، په ۲۰۱۷ کې هغه مهال طالبانو ته جذب شو چې په عربي ژبه کې یې ماستري کوله او په راوروسته کلونو کې یې ۵۰۰ تنه جذب کړل چې اکثره یې محصلان ول، خو د دې لپاره چې افشا نه شي یا شک پرې ونه شي، ږیره وهله.

نوموړي ویلي، ګڼ ملګري یې ونیول شول خو دی له دې سره سره چې د هغو مشري یې کوله، ونه نیول شو او اوس اکثر کسان چې دی یې پېژانده، د ده استادان او ټولګېوال اوس خبر شوي، چې نوموړی د طالبانو غړی وو.

هغه ویلي«د لوړو زده کړو وزارت ګڼ کارکوونکي او د پوهنتون ټول مامورین چې ما پېژني، په دې حیرانه شول چې ورته څرګنده شوه چې زه د کابل د څو پوهنتونونو د طالبانو د امنیت مشر یم.»

وال سټرېټ ژونال وايي، طالبانو دې ته ورته شبکې په نورو ښارونو کې هم فعاله وې.

د افغانستان په دوهم ستر ښار کندهار کې د پوهنتون استاد احمدولي حقمل وايي، وروسته له دې چې په شرعیاتو کې یې لیسانس واخیست، په ځلونو یې له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د حکومت پر ضد د وسله والې جګړې اجازه ورکړي.

ده ویلي«زه تیار وم چې کلاشینکوف واخلم ځکه چې هیڅ افغان د خپل هیواد اشغال نه شوای زغملی. خو زموږ مشرانو موږ ته وویل چې دلته مه راځئ، همالته اوسئ، په پوهنتونونو کې کار وکړئ ځکه چې هغه هم زموږ خلک دي، رسنۍ او دنیاوال یې تېرباسي.»

د ورځپاڼې پر اساس، طالبانو وروسته حقمل هند ته ولیږه چې ماستري وکړي او له هند څخه تر راستنېدو وروسته یې په کندهار کې د کسانو جذب او د طالبانو لپاره تبلیغاتو ته ملا وتړله، خو د کابل له نیولو وروسته نوموړی د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویندوی شو.

افغان مدافع وکیله فرشته عباسي وايي، ډېر وخت یې پر یوه سړي چې له دې سره یوځای یې د کابل هوايي ډګر ته نژدې په باران کمپ کې کار کاوه، شک درلود.

په دې کمپ کې د امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو له لوري د تمویلېدونکو پروژو دفترونه وو.

مېرمن عباسي، چې اوس په لندن کې ده، زیاته کړې«د کابل د سقوط په ورځ همدا سړی په تلویزیون کې ښکاره شو، کلاشینکوف یې په لاس کې وو په حقیقت کې هغه د طالبانو قوماندان و، «د ده په لیدو وبوږنېدم.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي