۰
حزب اسلامي:

د طالبانو د حکومت ملاتړي یو، خو د رسمیت پېژندنې ستونزه د حل کړي

دوشنبه ۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۲
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو مخکښ غړي عبدالکریم امین ویلي دوی د طالبانو د حکومت ملاتړي دي، خو هغوی دې د واکمنۍ د مشروعیت موندلو لپاره لاس په کار شي.
د طالبانو د حکومت ملاتړي یو، خو د رسمیت پېژندنې ستونزه د حل کړي
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو مخکښ غړي عبدالکریم امین ویلي دوی د طالبانو د حکومت ملاتړي دي، خو هغوی دې د واکمنۍ د مشروعیت موندلو لپاره لاس په کار شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امین په یوه تلوېزیوني مرکه کې زیاته کړې، چې که طالبان سمدستي د ازادو او سراسري ټاکنو له ترسره کولو سره دغه هدف ته کار نه کوي، ښه به وي چې د ولسواليو په کچه سیمه ييزې انتخابي شوراګانې جوړې او د خلکو استازي په پريکړو کې شريک کړي.

نوموړي د طالبانو حکومت ټول شموله وباله ځکه په وینا یې اسلامي دی او د ټول ملت ارزښتي اراده تمثیلوي.

ده ویلي، طالبان باید خپل حکومت په همدغه دلیل ټول شموله یاد کړي او قومي تنوع يې د ټول شموله والي دلیل ونه بولي، ځکه په خبره یې قومي تنوع په دې برخه کې مهمه نه ده.

ده له طالبانو څخه د حزب اسلامي ملاتړ یو ځل بیا په ډاګه او ټینګار وکړ، چې دوی ته د سیاسي فعالیتونو او نظر څرګندولو زمینه برابره کړې ده.
ښاغلي امین طالبان وستايل، چې امريکا ته يې د معجزوي ماتې له ورکولو سره افغانستان له اشغال څخه خلاص کړ.

د افغانستان د ملي بیرغ په اړه امین ویلي، هماغه درې رنګه ملي بیرغ به د تېر اساسي قانون د حکمونو مطابق د لویې جرګې تر جوړېدو او په دې اړه تر بلې پریکړې د افغانستان د ملي بيرغ حیثیت ولري.

د هغه په وینا د طالبانو سپین بیرغ د حزب اسلامي د ګوندي بیرغ په شان يو تنظیمي بيرغ دی.

نوموړي اقتصادي ستونزې لویه ننګونه وبلله او اندېښنه یې څرګنده کړه، چې د فقر زیاتېدو او دوام سره به ځینې هېوادونه ترهګرې ډلې د خپلو اهدافو لپاره جذب او وکاروي.

کریم امین ټینګار وکړ، چې داعش ډله په افغانستان کې ځای نه لري او دغه راز د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ډلو موجودیت یوازې د کاغذ پر مخ دی.

هغه د مقاومت په نوم اعلان شویو ډلو او جریانونو فعال سیاسي مشران د امریکا مخکني معاش خورا وبلل خو د خپل رهبر او ګوند لپاره د هغو ترلاسه کړو پيسو او لګښتونو د تر لاسه کولو دفاع یې وکړه او خپل حق يې وباله، چې د امريکا په مرسته له پرځول شوي جمهوري نظام څخه يې لاسته راوړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي