مسکو: د افغانستان په اړه واشنګټن سره له نېږدې کار کوو

7 قوس 1400 ساعت 9:50

په واشنګټن کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف وايي، مسکو د افغانستان په اړه له واشنګټن سره له نېږدې کار کوي.


په واشنګټن کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف وايي، مسکو د افغانستان په اړه له واشنګټن سره له نېږدې کار کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې انتونوف ټینګار کړي، چې د افغانستان د بحران په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ نږدې اړیکې او بحثونه دوام لري.

مسکو وايي له واشنګټن سره په اړیکه کې دي او په دې لټه کې دي چې په افغانستان کې روان بحران کابو کړي او د لا پراختیا مخنیوی یې وشي.

ده ویلي، روسیه غواړي له افغانستان سره د نړیوالو بشردوستانه مرستې دوام وکړي او په دغه هېواد کې د بشري ناورین مخنیوی وشي.

د یادونې ده، چې روسیې په تازه اقدام کې افغانستان ته د بشري مرستو لومړۍ بسته هم لېږلې ده او ټینګار یې کړی چې دغه ډول څو نورې کمکي بستې به هم افغانستان ته ولېږي.

واشنګټن کې د روسیې سفیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یې ویلي د افغانستان د روان بحراني وضعیت مسووله امریکا ده او لا هم هڅه کوي، چې په افغانستان کې بحران پراخه شي.

ماریا زخرووا ټینګار کړی، چې امریکا افغانستان د فساد په ځاله بدل کړی دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145063

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145063/

جمهور
  https://www.jomhornews.com