۰

امیرخان متقي له قطري چارواکو سره لیدلي دي

شنبی ۶ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۵
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له یو شمېر قطري چارواکو سره لیدلي او د هېواد په اړه یې تفصلي خبرې ورسره کړې دي.
امیرخان متقي له قطري چارواکو سره لیدلي دي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له یو شمېر قطري چارواکو سره لیدلي او د هېواد په اړه یې تفصلي خبرې ورسره کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی متقي او ورسره پلاوی د تېرې پنشنبې لیندۍ ۵ مه مازیګر مهال د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېده.

اصل کې د متقي په مشرۍ د اسلامي امارت د پلاوي د خبرو موخه له امریکا سره د مذاکراتو له سره پیلول دي، خو تر هغې مخکې یې له قطري چارواکو سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټوېټ کې ویلي، چې ښاغلي متقي او ورسره پلاوي د قطر له بهرنیو چارو وزیر او ځینو نورو وزارتونو او ادارو له مسوولینو سره لیدلي دي.
 
که څه هم په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو بلخي وايي، په دې ناسته کې په سیاسي، بشري، اقتصادي، تعلیم اوتربیې موضوعاتو تفصیلي خبري وشوې.
 
 د بلخي په وینا د قطر هیواد مسئولینو ژمنه کړې، چې دوی به د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ وي او راتلونکي وخت کي به مرستي وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي