۰
د سعودي د استخباراتو پخوانی رییس:

پر طالبانو باید اول فشار راوستل شي، بیا په رسمیت وپېژندل شي

شنبی ۶ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۸
د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني رییس ترکي الفیصل وايي، طالبان باید لومړی د نړیوالو ژمنو عملي کولو ته مجبور او بیا په رسمیت وپېژندل شي.
پر طالبانو باید اول فشار راوستل شي، بیا په رسمیت وپېژندل شي
د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني رییس ترکي الفیصل وايي، طالبان باید لومړی د نړیوالو ژمنو عملي کولو ته مجبور او بیا په رسمیت وپېژندل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الفیصل دغه څرګندونې په یوه تازه مرکه کې کړې او خبرداری یې ورکړی، چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه مخ وانه ړوي.

ده ویلي، نړیوال باید پر دې تمرکز وکړي څو طالبان د ټول شموله حکومت د جوړولو، د بشري او ښځینه حقونو تضمینولو او دغه راز له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د نه استفادې تضمین ورکړي.

دی وايي، سعودي عربستان هم په دې برخه کې خپل رول غواړي ترسره او طالبان د نړیوالې ټولنې د غوښتنو منلو ته وهڅوي.

دغه پخواني استخباراتي چارواکي زیاته کړې، هېواد یې په افغانستان کې د امریکا بدیل نه شي کېدای او هغه مرستې چې نوموړي هېواد کولې، دوی یې د ترسره کولو جوګه نه دي.

 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي