د اندونیزیا ولسمشر جوکو ودیدو وايي، دوی د افغانستان وضعیت څاري او په دغه هېواد کې د بشري حالت په اړه ژوره اندېښنه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ویدو په تازه څرګندونو کېو یلي، چې دوی له افغانستان سره بشر دوستانه مرستو ته ژمن دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د اندونیزیا د دې غوښتوونکې ده، چې په افغانستان کې یو ټول ګډونه حکومت رامنځ ته شي.
ښاغلي ویدو افغانستان کې د ښځینه وو د حقونو پر ساتلو هم ټينګار کړی دی، زیاتوي د دې غوښتونکي دي چې په دغه هېواد کې د ښځو د تعلیم او نورو اړوندو برخو کې همکاري وکړي.
اندونیزیا وایي په علمي برخه کې هم له افغانستان سره مرستو او همکاریو ته تیار دي.
اندونیزیا تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو ژمنې کړې دي او تر څنګ یې د افغان سولې په برخه کې هم همکارې درلودلې.
جمهورخبري آژانس:کابل