۰

د بایډن د ناکام سیاست له امله نړۍ موږ ته د احمقانو په سترګه ګوري

شنبی ۶ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۰
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر ولسمشر جو بايډن د افغانستان په مسئله کې نیوکې کړې دي.
د بایډن د ناکام سیاست له امله نړۍ موږ ته د احمقانو په سترګه ګوري
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر ولسمشر جو بايډن د افغانستان په مسئله کې نیوکې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ له فوکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي، د بایډن د خپلسرۍ او ناکام پلان له امله امریکا په نړۍ کې خپل باور بایللی دی او ټول نړیوال سیاستوال امریکایانو ته د احمقانو په سترګه ګوري.

نوموړي زیاته کړې، چې د بایډن مدیریت د امریکا په ټولو برخو کې ناکام او د امریکا د شرمېدو سبب شوی دی.

هغه وایي په امریکا کې نه د کرونا د بحران مخنیوی وشو، نو واکسن پر وخت و وېشل شول، نه اقتصادي هڅې پياوړې وې او نه هم امریکا د تېرو کلونو لاس ته راغلی باور وساتلی شوی.

ټرمپ ویلي، که دا ځل د ټاکنو میدان ته راوګرځي نو له بایډن ټاکنې ګټلی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي