۰
هند، چین او روسیه:

افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ دی باید مرستې ورسره وشي

شنبی ۶ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۰
د هند، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی، چې د افغانستان اقتصاد له بحران سره مخ دی او له دغه هېواد سره باید مرستې وشي.
افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ دی باید مرستې ورسره وشي
د هند، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی، چې د افغانستان اقتصاد له بحران سره مخ دی او له دغه هېواد سره باید مرستې وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جي شکر، سرګي لاوروف او وانګ یي په یوه انلاین غونډه کې د افغانستان پر خرابېدونکي بشري وضعیت او د نشه یي توکو د قاچاق پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

دوی له دغې غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د خرابېدو د مخنیوي لپاره باید له دغه هېواد سره فوري بشري مرستې وشي.

درې واړه وزیرانو پر طالبانو غږ کړی چې د افغانستان په اړه د ملګروملتو د پرېکړه لیکونو پایلو ته درناوی وکړي.

شنګر، لاوروف او يي همداراز ژمنه کړې چې د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره به نور اقدامات کوي.

د دوی په وینا له افغانستانه د نشه یي توکو کاروبار او قاچاق د سیمې امنیت او ثبات ته جدي ګواښ پېښوي او تروریستي ډلو ته مالي امکانات په لاس ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي