۰
د کندهار امنیه قوماندان:

داعش امریکا حمایه کوي، اجازه نه ورکوو چې ایران ته زیان ورسوي

چهارشنبه ۳ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۵۲
د کندهار امنیه قوماندان عبدالغفار اخند زاده په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی به داعش ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې ایران ته ګواښ پېښ کړي.
داعش امریکا حمایه کوي، اجازه نه ورکوو چې ایران ته زیان ورسوي
د کندهار امنیه قوماندان عبدالغفار اخند زاده په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی به داعش ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې ایران ته ګواښ پېښ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اخندزاده دغه څرګندونې له یوه ایراني تلوېزیون سره په مرکه کې کړې او ډاډ یې ورکړي، چې دوی به داعش ډلې ته د ایران د زیانمنولو اجازه ورنه کړي.

د کندهار امنیه قوماندان امریکا توروه کړې، چې له داعش ډلې په افغانستان کې ملاتړ کوي.

عبدالغفار اخندازه پر دې سربېره ډاډ څرګند کړي، چې داعش افغانستان ته خطر نه دی او اسلامي امارت یې د مهارولو او له منځه وړلو وړتیا لري.

د کندهار امنیه قوماندان داعش د افغانستان لپاره پر داسې مهال خطر نه بولي، چې ګڼو نړیوالو ادارو او هېوادونو په افغانستان کې د داعش پر فعالیت اندېښنه ښودلې ده.

خو اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی، چې دوی به د داعش په ګډون هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې افغانستان او یا هم له افغانستانه نورو هېوادونو ته ګواښ جوړ کړي.

څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست خبر ورکړ، چې په تېرو دریو میاشتو کې یې کابو ۶ داعیش ته منصوب کسان نیولي، ۳۳ داعشیان یې وژلي او د هغو تر لسو پورې پټنځایونه یې له منځه وړي دي.

پرون هم په ننګرهار کې د داعش مرکز ګڼل کېږي شاوخوا ۱۰۰ تنه داعشیان د افغانستان اسلامي امارت ته تسلیم او له جګړې لاس په سر شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي