راپورونه وايي، ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په نېږدې راتلونکې کې کابل ته سفر وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، د یوسف د سفر پرېکړه لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د افغانستان په اړه یوه ځانګړې غونډه کې شوې ده.
پاکستاني رسنیو د یوسف د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پياوړتیا او په افغانستان کې د عاجلو مرستو د برخو د معلومولو په اړه خبرې ښودلې، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل