۰
د بښنې نړیوال سازمان:

نړیواله ټولنه دې ژر تر ژره پر افغانستان مالي محدودیتونه ختم کړي

چهارشنبه ۳ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۳
د بښنې نړیوالې ادارې پر نړیواله ټولنه غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې ژر تر ژره پر افغانستان مالي محدویتونه ختم کړي.
نړیواله ټولنه دې ژر تر ژره پر افغانستان مالي محدودیتونه ختم کړي
د بښنې نړیوالې ادارې پر نړیواله ټولنه غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې ژر تر ژره پر افغانستان مالي محدویتونه ختم کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې په یوه راپور کې په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت خورا ترینګلی دی.

دغه ادارې ټینګار کړي، چې له همدې امله جدي اړتیا ده، چې نړیواله ټولنه د افغانستان په څېر پر یوه بېوزله هېواد مالي فشارونه ختم کړي.

د بښنې نړیوالې ادارې پر نړیواله ټولنه غږ کړی دی چې د خلکو د ژغورلو او بشري فاجعې د مخنیوي لپاره پر افغانستان محدودیتونه او مالي فشارونه پای ته ورسوي.

د بښنې نړیواله اداره وايي دمګړی ځينو هېوادونو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کړې دي، چې بسنه نه کوي او نه هم ډېری دغه مرستې مستحقو کسانو ته رسېدلې دي.

د سرچینې په وینا تر ټولو ښه لار چې افغانستان له ناورین ژغورلی کېږي دا ده، چې د دغه هېواد مالي زېرمې ازادې شي او د اقتصادي ودې لپاره مرستې ورسره وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي