۰

پاکستان لا هم هند ته افغانستان ته د غتم د لېږد اجازه نه ده ورکړې

چهارشنبه ۳ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۳
سره له دې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، ډېر ژر به هند ته اجازه ورکړي، چې افغانستان ته مرسته شوي غنم ورسوي، خو هندي چارواکي وايي، پاکستان تر اوسه دا کار نه دی کړي.
پاکستان لا هم هند ته افغانستان ته د غتم د لېږد اجازه نه ده ورکړې
سره له دې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، ډېر ژر به هند ته اجازه ورکړي، چې افغانستان ته مرسته شوي غنم ورسوي، خو هندي چارواکي وايي، پاکستان تر اوسه دا کار نه دی کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي چارواکو په ټینګار سره ویلي، له پراخو هڅو سره سره پاکستان اجازه نه ورکوي، چې د هند زرګونه ټنه غنم د پاکستان له خاورې تېر او افغانستان ته ورسول شي.

د هندي چارواکو په وینا پاکستان ته په کار ده چې له سیاسي مسایلو ورهاخوا له عامو افغانانو سره دې د مرستو پروسه نه زیانمنوي.

د یادونې ده، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دوه ورځې وړاندې ویلي وو، ډېر ژر به هندي غنم د دوی له خاورې افغانستان ته ورسول شي او د دې چارې لپاره یوې تګلارې باندې کار روان دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي