سیمه ییز استخباراتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې کابو ۱۰۰ تنه داعشیان د قومي مشرانو په منځګړیتوب اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د استخباراتو مشر ډاکتر بشیز ویلي، دغه شمېر داعشیان پرون سه شنبې د لیندۍ ۲ مه جلال آباد کې تسلیم شول.
نوموړي ویلي، دا وسله وال د ځايي مخورو په منځګړیتوب وروته تسلیم شوي او د وسله وال فعالیت د نه دوام ژمنه یې کړې ده.
د ننګرهار د استخباراتو رییس په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
ننګرهار کې د داعشیانو د تسلیمېدو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو څو ورځې وړاندې داعش ډلې په ننګرهار کې فعالیت پیل کړ.
داعش ډلې د دغه تسلیم شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل