د امریکا د بهرنیو او مالیې وزراتونو په یوه تازه اقدام کې د داعش خراسان څانګې پر درې افغان مشرانو بندیزونه لګولي او په نړیوال تور نوملړ کې یې شامل کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغو کسانو کې د افغانستان د داعشیانو مشر ثناالله غفاري( مشهور په شهاب المهاجر) هم شامل دی.
د هغه په اړه ویل شوي، چې په ۲۰۲۰ کې یې دا دنده پيل کړې او تراوسه په ټول افغانستان کې د داعش د مالي او عملیاتي چارو مشري کوي.
د داعش ډلې ویاند سلطان عزیز عزام او په کابل کې یې یو مشر مولوي رجب هم په دې نوملړ کې شامل شوي دي.
د دې ترڅنګ د داعش د مالي مسوول عصمت الله خالوزي یادونه شوې، چې امریکایې په اړه معلومات لري او پر ضد به یې ګامونه واخیستل شي.
امریکایي حکومت خپل ټول وګړي له دغو کسانو سره له هر ډول معاملې منع کړي او ویلي، چې د دوی شتمنۍ کنګلیږي.
جمهورخبري آژانس:کابل