۰

چین له افغانستان سره پنځه زره ټنه خوراکي توکي مرسته کوي

سی شنبه ۲ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۱
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاوو لېجیان وایي هېواد یې افغانستان ته پنځه زره ټنه خوراکي توکي او بشردوستانه مرستې لېږي.
چین له افغانستان سره پنځه زره ټنه خوراکي توکي مرسته کوي
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاوو لېجیان وایي هېواد یې افغانستان ته پنځه زره ټنه خوراکي توکي او بشردوستانه مرستې لېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لېجیان په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، د ژمي په را رسېدو سره دوی له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لړۍ پراخوي.

د هغه په وینا دوی به ډېر ژر ټولټال پنځه زره ټنه خوراکي توکي او نورې بشري مرستې افغانستان ته ولېږدوي.

نوموړي ویلي، چین له افغانستان سره په بېلو برخو کې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او د دې ملاتړي دي چې نور نړیوال بنسټونه هم له افغانستان سره مرستې وکړي او د خلکو ژوند وژغوري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې،  دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او تر څنګ به یې ډېر ژر افغانستان ته درې میلیونه ډوزه د کرونا ضد واکسین هم ولېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي