۰
امریکايي رسنۍ:

د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره باید پر پاکستان هوايي بریدونه وشي

سی شنبه ۲ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۶
امریکايي رسنۍ واشنګټن ایکزماینز په یوه تازه ملطب کې ویلي، د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو د لمنځه وړولو لپاره اړینه ده، چې پر پاکستان کې هوايي بریدونه پیل شي.
د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره باید پر پاکستان هوايي بریدونه وشي
امریکايي رسنۍ واشنګټن ایکزماینز په یوه تازه ملطب کې ویلي، د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو د لمنځه وړولو لپاره اړینه ده، چې پر پاکستان کې هوايي بریدونه پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په مقاله کې پاکستان سره د بایډن چلند د خندا وړ بللی او توندې نیوکې یې پرې کړې دي.

د مقالې لیکوال او امریکن انټرپرایز مرکز نامتو څېړونکي مایکل رابین زیاته کړې، چې افغانستان کې د ترهګرۍ مشکل د پاکستان په پرتله ډېر کم دی.

رابین په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د بایډن سیاست ماته خوړلی بللی او ټینګار یې کړي، چې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د لمنځه وړلو لپاره باید پاکستان کې د ترهګرو پر پتڼځایونو بریدونه وشي.

په مطلب کې ویل شوي«پاکستان کې د ترهرګرو ډلو فعالیتونه ډېر شوي او د چټکې پراختیا په حال کې دي، نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې په دغه هېواد کې هوایي بریدونه پیل کړي او د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره تابیا وکړي.»

د مقالې لیکوال د بایډن حکومت تورن کړي، چې د پاکستاني چارواکو د دیپلوماتیکو خبرو دوکه یې خوړلې او پاکستان یې له ترهګرۍ سره په ځانګړې ډول القاعده ډلې ته په خپله خاوره کې د ځای ورکولو دوه ګوني سیاست ته نه دی متوجه کړی.

ده ویلي«افغانستان کې د امریکا له شرموونکې ماتې څخه په ګټنې پاکستاني چارواکي چې د ترهګرو ملاتړي دي د دغه غیر مسووله وسله والو ډلو څخه ګټې اخیستنې ته وهڅوي.»

د مطلب لیکوال خبرداری ورکړي، چې که امریکا په پاکستان کې پر وخت اقدام ونه کړي نو د هر ډول خطر د پېښېدو احتمال شته دی.

دغه نشریه وایي، په پاکستان کې بېلې ډلې پراخ فعالیتونه لري او ښایي په سیمه کې د امریکا ګټو ته خطرونه جوړ کړي.

مایکل رابین د بایډن د حکومت هغه څرګندونې چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا امنیت ته کوم ګواښ نه پېښوي دروغ او له اوبو څخه ختلې بولي.

ده ویلي، اوس داعش د افغانستان په هر ولایت کې حضور لري او د زلمي خلیلزاد او نورو امریکايي چارواکو دا څرګندونې، چې دوی به د داعش د خپلو لپاره له طالبانو کار واخلي، احمقانه دي.
  
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي