۰
سپینه ماڼۍ:

له افغانستانه مو وتل په ګټه و، اوس مو تمرکز پر منځني ختیځ دی

سی شنبه ۲ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۹
د امریکا د سپینې ماڼۍ ځینې چارواکي وايي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل په ګټه وو او له دې خپل کار څخه یې ننګه کړې ده.
له افغانستانه مو وتل په ګټه و، اوس مو تمرکز پر منځني ختیځ دی
د امریکا د سپینې ماڼۍ ځینې چارواکي وايي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل په ګټه وو او له دې خپل کار څخه یې ننګه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ د مرکزي اسیا د چارو مسوول برت مک ګورک ویلي، له افغانستانه د دوی وتل ځکه په ګټه و چې اوس یې ټول تمرکز پر منځني ختیځ دی.

نوموړي زیاته کړې، دوی به په منځني ختیځ کې خپل حضور ته دوام ورکړي او که اړیتا یې وه نو نور ځواکونه به هم دغې سیمې ته واستوي.

د هغه په وینا امریکایي پوځیان به د عراقي پوځیانو او پیشمرګه ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي.

ګورک ټینګار کړي، چې امریکا په منځني ختیځ کې پاتې کېږي ځکه چې دا چاره د امریکا د امنیت او حیاتي ګټو لپاره ډېره مهمه ده، نو پر همدې بنسټ دوی هېڅ چېرته هم نه ځي او تر خپل ټاکلي وخته پورې به په منځني ختیځ کې خپل حضور وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر هم عمان کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي و، چې د دوی ټول تمرکز اوس په منځني ختیځ دی او که اړتیا شوه له ډېرې قوې به کار واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي