۰

د اسلامي امارت د مشر نوې ګمارنې، ځینې وزیران او مرستیالان وټاکل شول

سی شنبه ۲ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۹
د اسلامي امارت د مشر ملا هبته الله اخندزاده په حکم د نوي حکومت په کابینه کې ځینې نوې ګمارنې شوې، چې په کې لوړ پوړی طالب چارواکی مولوي شهاب الدین دلاور د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.
د اسلامي امارت د مشر نوې ګمارنې، ځینې وزیران او مرستیالان وټاکل شول
د اسلامي امارت د مشر ملا هبته الله اخندزاده په حکم د نوي حکومت په کابینه کې ځینې نوې ګمارنې شوې، چې په کې لوړ پوړی طالب چارواکی مولوي شهاب الدین دلاور د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، حاجي ملا محمد عیسی اهند د یاد وزارت د مرستیال په توګه ټاکل شوی دي.

همدارنګه ملا محمد عباس اخند د حوادثو ضد وزارت د سرپرست، مولوي شرف الدين  او مولوي عنایت الله د حوادثو ضد وزارت د  مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

مولوي حمد الله زاهد د ملي تدارکاتو د ادارې  د سرپرست او شيخ عبدالرحيم  د ملي تدارکاتو د ادارې د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

مولوي صاحب  قدرت الله جمال  د تفتيش د عالي ادارې د سرپرست او مولوي عزت الله  د تفتيش د عالي ادارې د مرستیال په توګه ګمارل شوي دي.

مولوي محمدیوسف مستري د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د سرپرست او  ملا حبیب الله فضلي د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

مولوي کرامت الله اخندزاده د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارې د سرپرست او مولوي احمد طه د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
 
مولوي صاحب  ګل زرين د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د کوچيانو د لوی رياست د رئیس په توګه او شيخ مولوي عبدالحکيم  د شهیدانو او معلولينو وزارت  د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

مولوي سعید احمد شهيد خېل د معارف وزارت د  مرستیال او مولوي عبدالرحمن حلیم د کلیو د پراختیا او بیا رغوني وزارت د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

مولوي عتیق الله عزیزي د اطلاعات او کلتور وزارت د اداري او مالي معین او حاجي ملافیض الله اخند د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معین په توګه ګمارل شوي.

مولوي  صاحب سیف الدین تائب د چارو ادارې لوی ریاست د ارتباطاتو د  معین او مولوي فتح الله منصور د کندهار هوايي ډګر د  مسئول په توګه ټاکل شوي دي.

حاجي محمد اسماعيل صاحب د نظامي محکمې د اجرائيه قواوو د قوماندان او مولوي  صاحب عصمت الله عاصم د سرې مياشتي د ټولني د  مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

مولوي صاحب رحيم الله محمود د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه او مولوي عبدالصمد  د هلمند د ۲۱۵ عزم قول اردو د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

دغه راز حاجي ملا ناصر اخند د ماليې وزارت د مرستیال په توګه او مولوي عارف الله عارف د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال په توګه ګمارل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي