د اسلامي امارت د مشر ملا هبته الله اخندزاده په حکم د نوي حکومت په کابینه کې ځینې نوې ګمارنې شوې، چې په کې لوړ پوړی طالب چارواکی مولوي شهاب الدین دلاور د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، حاجي ملا محمد عیسی اهند د یاد وزارت د مرستیال په توګه ټاکل شوی دي.
همدارنګه ملا محمد عباس اخند د حوادثو ضد وزارت د سرپرست، مولوي شرف الدين او مولوي عنایت الله د حوادثو ضد وزارت د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.
مولوي حمد الله زاهد د ملي تدارکاتو د ادارې د سرپرست او شيخ عبدالرحيم د ملي تدارکاتو د ادارې د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
مولوي صاحب قدرت الله جمال د تفتيش د عالي ادارې د سرپرست او مولوي عزت الله د تفتيش د عالي ادارې د مرستیال په توګه ګمارل شوي دي.
مولوي محمدیوسف مستري د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د سرپرست او ملا حبیب الله فضلي د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
مولوي کرامت الله اخندزاده د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارې د سرپرست او مولوي احمد طه د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
مولوي صاحب ګل زرين د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د کوچيانو د لوی رياست د رئیس په توګه او شيخ مولوي عبدالحکيم د شهیدانو او معلولينو وزارت د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
مولوي سعید احمد شهيد خېل د معارف وزارت د مرستیال او مولوي عبدالرحمن حلیم د کلیو د پراختیا او بیا رغوني وزارت د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
مولوي عتیق الله عزیزي د اطلاعات او کلتور وزارت د اداري او مالي معین او حاجي ملافیض الله اخند د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معین په توګه ګمارل شوي.
مولوي صاحب سیف الدین تائب د چارو ادارې لوی ریاست د ارتباطاتو د معین او مولوي فتح الله منصور د کندهار هوايي ډګر د مسئول په توګه ټاکل شوي دي.
حاجي محمد اسماعيل صاحب د نظامي محکمې د اجرائيه قواوو د قوماندان او مولوي صاحب عصمت الله عاصم د سرې مياشتي د ټولني د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
مولوي صاحب رحيم الله محمود د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه او مولوي عبدالصمد د هلمند د ۲۱۵ عزم قول اردو د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز حاجي ملا ناصر اخند د ماليې وزارت د مرستیال په توګه او مولوي عارف الله عارف د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال په توګه ګمارل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل