۲

د طالبانو امر بالمعروف وزارت پر تلوېزیونونو قیودات وضح کړل

دوشنبه ۱ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۲
د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د افغانستان د تلوېزیونو د نشراتو لپاره ځینې قیودات اعلان کړل.
د طالبانو امر بالمعروف وزارت پر تلوېزیونونو قیودات وضح کړل
د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د افغانستان د تلوېزیونو د نشراتو لپاره ځینې قیودات اعلان کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه محدویتونه پرون یکشنبې د لړم ۳۰ مه د تلوېزیونونو د مسوولینو سره د یاد وزارت په یوه ناسته کې اعلان شوي دي.

دغه قیودات په اتو مادو کې نشر شوي، چې له مخې یې تلوېزیونونه د هغو ډرامو او ټلویزوني تمثیلونو د خپرولو اجازه نه لري، چې ښځینه وو رول پکې لوبولی وي.

 په یوه بله ماده کې د ټلویزون د ښځینه کارکوونکو په اسلامي حجاب ټینګار شوی او دغه راز د هغو بهرنیو فلمونو او سریالونو د خپریدو منع اعلان شوې، چې د طالبانو په نظر د اسلامي شریعت مخالف وي.

 په اعلامیه کې د هغو سریالونو د نه خپریدو امر شوی، چې دین او انساني کرامت پکې توهین شوی وي.

 د هغو سریالونو او پروګرامونو په نه خپریدو هم ټینګار شوی دی، چې د انبیاوو او صحابه وو رول پکې لوبول شوی وي.

طالبانو هغه طنزي او تفریحي پروګرامونه هم منع ګرځولي، چې د اشخاصو د توهین او تحقیق سبب ګرځیږي.

 له رسنیزو مشرانو سره په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د امر بالمعروف وزیر او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دواړو رسنیو ته د دوی د ملاتړ ډاډ ورکړی.

 طالب چارواکو رسنۍ له ممبر سره تشبیه کړي او ویلي، چې له دې وسیلې څخه باید خلک خیر ته دعوت کړل شي.

ذبیح الله مجاهد وايي، دوی د رسنیو ملاتړ په هغه صورت کې کوي، چې د ټولنې اصلاح ته کار وکړي او د هېواد لوړې ګټې او اسلامي ارزښتونه په پام کې ونیسي.

همدا شان ټینګار شوی دی، چې رسنۍ باید د بهرني فرهنګ د ترویج د مخنیوي لپاره کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي