د امریکا کانګرس په افغانستان کې د امریکا د شل کلن ماموریت، د امریکا د ماتې او افغان حکومت د سقوط د هر اړخیزه پلټنې امر کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کانګرېس د دغه کار لپاره یو پلاوی ګمارلي دي، چې مشري به یې د کانګرېس غړي کوي خو په هغه کې به د امریکا ټولې اړوندې ادارې هر اړخیزه همکاري کوي.
دغه پلاوی دنده لري، چې د سپټمبر د یوولسمې له پېښې بیا د کابل تر سقوط پورې د امریکا ټولې تېروتنې و ارزوي او په دې موده کې د څلورو امریکايي ولسمشرانو د ماموریتونو څرنګوالی هم ثابت کړي.
کانګرېس له ټولو اطلاعاتي، استخباراتي او نظامي اداراتو په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه او ټینګار یې کړي، چې ټول اطلاعات دې و ارزول شي چې چا د افغانستان په اړه څه ډول مشوره ورکړې ده.
د امریکا کانګرېس ویلي، ټول هغه اشخاص او امریکايي مقامات باید مشخص شي چې د افغانستان په اړه یې مشورې ورکړې دي او د دوی د پرېکړو او مشورو پایلې باید روښانه کړل شي.
د یادونې ده، چې دا وړاندیز څو ورځې وړاندې د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مکال کړې وه او ټینګار یې کړی و، چې افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت باید و ارزول شي.
نوموړي په دې برخه کې د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت هم نیوکه کړې وه، چې د معلوماتو په شریکولو کې یې ورسره ناغېړي کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل