۰

سور صلیب:د افغانستان تر ټولو ستره اړتیا نغدې پیسې دي

یکشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۴
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په اوس مهال کې د افغانستان تر ټولو ستره او مهمه اړتیا دا ده، چې دغه هېواد ته نغدې پیسې ورکړل شي.
سور صلیب:د افغانستان تر ټولو ستره اړتیا نغدې پیسې دي
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په اوس مهال کې د افغانستان تر ټولو ستره او مهمه اړتیا دا ده، چې دغه هېواد ته نغدې پیسې ورکړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یادې کمېټې مشر پیټر ماریز کړې وايي، افغانستان د بشري ناورین په درشل کې دي او خیریه موسسې هڅه کوي، ډاکترانو او نرسانو ته د معاشونو د ورکولو لار پیدا کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د نرسانو او ډاکترانو بانکي حسابونو ته پیسې نه شي لېږلی او د دې اړتیا ده، چې له افغانستان سره نغدې مرستې وشي.

ده ویلي« راځۍ له یاده ونه باسو چې د ډاکټرانو، نرسانو، د ابو رسولو د سیستم د کارکونکو او د برق د سیستم د کارکونکو ډېر شمیر کارکونکي، هماغه پخواني کارکونکي دي. یواځې مشرتابه بدل شوی دی.»

ماریر وايي، بشري سازمانونه د افغانستان د اقتصاد د پاشل کېدو ستونزه نشی حل کولی او د دغه ستونزې د حل لپاره په کار ده چې د یوه تړون له مخې دغه هېواد ته نغدې پیسې ورکړل شي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر پيټر ماریز ټینګار کړی، چې ، هغه وايي دغه کار د طالبانو د حکومت له په رسمیت پیژندلو پرته هم کېدلی شي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې موجودې وچکالۍ ته په کتو سره، ښايي د دغه هېواد خلک له لوږې سره مخامخ شي ځکه له یوې خوا اقتصاد ټکنی دی او له بلې خوا کرکیله او د خوراکي توکو تولید وچکالۍ اغیزمن کړی دی.

خو په وینا یې د افغانستان تر ټولو مهم بحران د مامورینو د معاشونو ورکول دي.

د یادونې ده، چې د سره صلیب نړیواله کمېټه له ۳۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره په همغږۍ کې کار کوي، کابو۱۸۰۰ کارکونکي لري چې تقریباً ټول افغانان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي