۰

د مالیې وزارت: د ټولو دولتي کارکوونکو د درې میاشتو معاش یو ځای ورکوو

شنبی ۲۹ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۱
د افغانستان د مالیې وزارت مسوولین وايي، چې سر له نن څخه د به د ټولو دولتي مامورینو درې میاشتۍ معاش په یوه وار ورکړي.
د مالیې وزارت: د ټولو دولتي کارکوونکو د درې میاشتو معاش یو ځای ورکوو
د افغانستان د مالیې وزارت مسوولین وايي، چې سر له نن څخه د به د ټولو دولتي مامورینو درې میاشتۍ معاش په یوه وار ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل نن شنبې د لړم ۲۹ مه په یوه خبري ناسته کې وکړه او ویې ویل، چې د معاش د ورکړې دا لړۍ سر له نن څخه پیل ده.

نوموړي زیاته کړه، چې مالیې وزارت د ټولو دولتي کارکوونکو د وږي، تلې او لړم د میاشتې معاش یو ځای ورکول کېږي.

دغه راز حقمل و ویل، چې د متقاعدینو معاشونه هم ورکول کېږي خو په وینا یې دا مهال ځینې تخنیکي ستونزې دي، چې حل لپاره یې کار روان دی او ډېر ژر به د هغوی معاشونه هم ورکړل کړي.
 
په ورته وخت د مالیې وزارت د عوایدو رییس ویلي، چې دوی په تېرو درې میاشتو کې ۲۶.۹۱۵ میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د یادونې ده، چې د مخکني حکومت له پرځېدو راهیسې کابو ټولو دولتي مامورینو معاش نه دی تر لاسه کړی، چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي