۰
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر:

پاکستان د سخت دریځه ډلو پر وړاندې ګامونو اخیستو ته تیار نه دی

شنبی ۲۹ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۷
د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر فواد چوهدري د سخت دریځه ډلو پر وړاندې د پاکستان د حکومت پر نه اقداماتو توندې نیوکې کړې دي.
پاکستان د سخت دریځه ډلو پر وړاندې ګامونو اخیستو ته تیار نه دی
د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر فواد چوهدري د سخت دریځه ډلو پر وړاندې د پاکستان د حکومت پر نه اقداماتو توندې نیوکې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي پرون جمعه په یوه غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، چې پاکستان له تېرو دریو لسیزو راهیسې د خپلو غلطو پالیسو له امله له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په ۱۹۹۰ مو کلونو کې پاکستان د سختریځۍ عاملو لپاره ان د ښوونځیو له استادانو کار واخیست.

دی زیاتوي، د پاکستان د همدې غلطو پالیسو پایله دا شوه، چې اوس حکومت د سختدریځې ډلې تحریک لبیک پاکستان پر ضد د عملیاتو پر ځای د هغوی په سلګونو بندیان پرېښودل او تړون یې ورسره وکړ.

فواد چودري ټینګار کړي، چې پاکستان د سختدریځو پر ضد ګامونو اخیستو ته تیار نه دی. د هغه په خبره که یو دولت د سختدریځو ډلو پر ضد پرېکنده کار ونه کړي، نو تر ډېره دوام نه شي کولی.

چودري دا څرګندونې او اعتراف پر داسې مهال کوی، چې د پاکستان حکومت په وار وار د سخت دریځ ډلو د ملاتړ او تجهیز څخه انکار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي