راپورنه وايي، د امریکا د مالیې وزارت چارواکو د قطر له یو شمېر مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه خبرو کې دواړو لورو له افغانستان د بشردوستانه مرستو د تامینولو په اړه بحث کړی دی.
د یادو خبرو نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.
له هغې وروسته چې قطر په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماتیک استازیتوب مسوولیت اخیستی لومړی ځل دی، چې دواړه لوري په افغانستان کې د بشري ناورین د مخینوي په موخه غږېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل