د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو له خوا د امریکايي وسلو او تجهیزاتو سره پوځي مانور یا رسمي ګذشت خفه کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا له ۸۵ میلیارد ډالري تجهیزاتو سره نظامي پرایډ وړاندې کړ.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له امریکایي تجهیزاتو سره د طالبانو رسم ګذشت لیدل یې په ژوند کې تر ټولو غمجنه منظره وه.
ټرمپ یو ځل بیا دغه مراسمو ته په اشارېې د افغانستان د اوسني وضعیت لامل ولسمشر جوبایډن بللی او ویلي یې دي، که دی په سپینه ماڼۍ کې وای، هېڅ امریکايي به دا بده منظره نه وه لېدلې.
ده زیاته کړې، د امریکا تسلیحات د طالبانو په لاس کې وو، په امریکایي زرهي ټانکونو کې سپاره وو او په امریکایي وسلو یې امریکا ته زور پیمانه کاوه.
جمهورخبري آژانس:کابل