پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې مخکني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او ورسره پلاوي سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قمي سره د ښاغلي کرزي او ښاغلي عبدالله لیدنه نن پنشنبې د لړم ۲۷ مه د ښاغلي کرزي په کور کې شوې ده.
ښاغلي کرزي په خپل فسبوک پاڼه لیکلي، چې په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د ایران د مرستو او همکاریو څخه مننه کړې او د دغه همکاریو او مرستو پر دوام یې ټینګار کړی دی.
بل خوا د ملي روغې جوړې پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم ویلي، چې له قمي سره یې لیدنه کې د افغانستان پر روان وضعیت او اړونده مسایلو خبرې اترې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې ایراني لوري، په اقتصادي، پانګونې، بشري مرستو، تعلیم، روغتیا او ګډوالو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د یادونې ده، چې حسن کاظمي قمي له تېرو دریو ورځو راهیسې په افغانستان کې دی او د اسلامي امارت د مشرانو سره یې هم لیده کاته شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل