راپورونه وايي، د کندهار سپین بولدک چمن دروازه به هر سهار له اتو د مازدیګر تر شپږو بجو پورې د سوداګرو پر مخ پرانیستې وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا کار وروسته له هغې شوی، چې د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو تر منځ څو ورځې وړاندې د سوداګریزو اسانتیاوو په زیاتولو هوکړه وشوه.
پاکستاني رسنۍ هم وايي، پاکستان ته د افغانستان د پلاوي د سفر په لړ کې د سوداګرۍ برخه کې پر مهمو مواردو هوکړه شوې ده.
سرچینې زیاتوی، چې د همدې هوکړې له مخې به د کندهار سپین بولدک چمن دروازه هر سهار له اتو د مازدیګر تر شپږو بجو پورې د سوداګرو پر مخ پرانیستې وي.
رسنۍ زیاتوي، پاکستان د سوداګرۍ برخه کې د لا ډېرې همکارۍ ژمنه هم کړې ده.
د یادونې ده چې پاکستان تر دې وړاندې هم له افغانستان سره په بېلو برخو کې د همکاریو ژمنه کړې ده خو تر اوسه پورې یې حتی پر یوه هغه هم عمل نه دی کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل