برېټانوي او امریکايي چارواکو پر افغانستان خبرې کړې دي

20 عقرب 1400 ساعت 9:22

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ له ګڼو برېټانوي چارواکو سره لیدلي دي او د افغانستان د روان وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ له ګڼو برېټانوي چارواکو سره لیدلي دي او د افغانستان د روان وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وېسټ وایي، په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او تر څنګ یې د دغه هېواد د امنیتي وضعیت او راتلونکې په اړه هم بحثونه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې سفر کې یې د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي او د برېټانیا د پوځ له لوی درستیز جنرال نیک کارټر سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دغه راز ټینګار شوی دی چې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د رسولو او امنیتي مسایلو په اړه یو نړیوال اتحاد رامنځ ته شي او له دغه هېواد سره دې اړینې مرستې وکړي.

د یادونې ده، چې ټام ویسټ څو ورځې وړاندې د زلمي خلیلزاد پر ځای د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو.

نوموړی هم د افغان سولې خبرو کې سهیم و، چې د افغانستان په اړه معلومات لري.

ویټ تر ټاکل کېدو وروسته بروکسل کې خبریالانو ته افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل امریکا له خپلو متحدینو سره د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو د نقشې پر لارو چارو خبرې اترې کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 144515

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/144515/

جمهور
  https://www.jomhornews.com