د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هزاره قوم له درې تنو استازو سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کبیر د هزاره قوم په استازيتوب له سید صوفي ګردېزي، شیخ کریمي بامیاني او سنګر دوست سره لیدلي او هغوی د خپل قوم په استازيتوب له اسلامي امارت څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
د اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د هزاره قوم مشرانو د امریکايي اشغال خاتمه د امارت معجزه وبلله، ځکه دوی نه غوښتل چې افغانستان يو ځل بيا د جنګ ډګر شي.
دوی ویلي، چې د طالبانو د امارت او هزاره وو ترمنځ دې پر باور جوړولو کار وشي، ځکه له ګڼ شمېر شخصیتونو سره خبره شوې چې بېرته خپل هېواد ته راشي او د امارت تر چتر لاندې آرام او هوسا ژوند ته ادامه ورکړي.
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د هزاره قوم شخصيتونه لکه خليلي، محقق او صادق مدبر د هېواد وګړي وبلل او په افغانستان کې اوسېدل يې د دوی مسلم حق یاد کړ.
ښاغلي مولوي عبدالکبیر هغوی په عامه عفوه کې داخل وبلل او د امارت له لوري يې دوی ته اطمینان ورکړ چې هېڅ خطر به نه ورته متوجه کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل