۰

تاجکستان کې بندي افغان پیلوټان قطر ته و ایستل شول

چهارشنبه ۱۹ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۵
راپورونه وايي، تاجکستان کې بندي ۱۵۰ افغان پیلوټان او د هوايي ځواک نور پرسونل د امریکا له لوري ایستل شوي دي.
تاجکستان کې بندي افغان پیلوټان قطر ته و ایستل شول
راپورونه وايي، تاجکستان کې بندي ۱۵۰ افغان پیلوټان او د هوايي ځواک نور پرسونل د امریکا له لوري ایستل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه پيلوټان پرون سه شنبې د لړم ۱۸ مه لومړی قطر ته لېږدول شوي او له هغه ځایه به بیا امریکا ته انتقال شي.

د امریکا سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پرون دوه پیلوټانو او نورو سرچینو رویټر ته ویلي، چې د پلان له مخې دوی باید نن سه شنبې د لړم ۱۸ مه له تاجکستان څخه انتقال شي.

یوه پیلوټ ویلي«هیله ده چې ژر ووځو.»

د افغان پيلوټانو او هوايي ځواک د پرسونل په اړه څه موده وړاندې د امریکا دفاع وزیر لوید اشټن هم اندېشنه ښودلې وه او د کانګرس په استماعیه غونډه کې یې ویلي، چې د هغوی د انتقال لپاره د بهرنیو چارو وزارت سره کار کوي.

د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم د افغان هوايي ځواک زیاتره پرسونل له هېواد څخه ووت او تاجکستان ته ولاړ.

دوی له تېرو دریو میاشتو راهیسې په تاجکستان کې و، چې د رسینو د راپورونو له مخې بندیان و او اوس یې د ایستلو لړۍ پیل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي