۰

اسلامي امارت د الله ګل مجاهد سره د شوي چلند د څېړنې امر کړې

سی شنبه ۱۸ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۳
د افغانستان د اسلامي امارت د وزیرانو شورا چې د د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ تر سره شوې، په کې پر امنیتي، اقتصادي او نورو مسایلو مهمې خبرې او پرېکړې شوې دي.
اسلامي امارت د الله ګل مجاهد سره د شوي چلند د څېړنې امر کړې
د افغانستان د اسلامي امارت د وزیرانو شورا چې د د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ تر سره شوې، په کې پر امنیتي، اقتصادي او نورو مسایلو مهمې خبرې او پرېکړې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په غونډه کې ټولې ادارې افغان سوداګرو ته د مصوونې فضا په برابرورو موظفې دي او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د هر ډول خنډ جوړول جرم بلل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي«ټول حکومتي ادارات مکلف دي چې ملي تجارانو، صنعتکارانو، او پانګه والو ته لازمې آسانتياوې برابرې کړي، تر څو په ډاډمنه توګه د هېواد د ښېرازۍ، خود کفایي، او اقتصادي پرمختګ په لاره کې رغنده ګامونو واخلي، د دوی د پلانونو، پروګرامونو او پروژو په وړاندې خنډ او ځنډ ايجادول قانوني جرم دی.»

دغه راز د افغانستان استخباراتي او امنیتي ادارو ته لارښوونه شوې چې د ټولو افغان سوداګرو ستونزې واوري او له ځنډ پرته یې حل کړي.

همدا راز پرېکړه شوې چې د تېر حکومت فرامین وڅېړل شي او له هغه مواردو پرته چې له شرعي قوانینو سره په ټکر کې دي، نور عملي کړل شي.

په دې غونډه کې د ولسي جرګې د پخواني غړي الله ګل مجاهد د نیوونکو د محاکمه کولو امر شوی دی او ټینګار شوی دی چې د هغه ځوروونکي او نیوونکي باید ونیول شي او د قانون په چوکاټ کې دې چلند ورسره وشي.

د سرچینې په خبره د استخباراتو لوی ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د الله ګل مجاهد د نیولو او وهلو قضیه په دقیق ډول وڅيړي او له نیوونکو سره دې قانوني چلند وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي