۰

اسلامي امارت د المان د وروستي اعلان هرکلی کړی دی

دوشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۵
د افغانستان اسلامي امارت د المان د حکومت د هغه اعلان هرکلی، چې وايي، دې ډلې سره د اړیکو د پراختیا لپاره په بیا کتنه بوخت دي.
اسلامي امارت د المان د وروستي اعلان هرکلی کړی دی
د افغانستان اسلامي امارت د المان د حکومت د هغه اعلان هرکلی، چې وايي، دې ډلې سره د اړیکو د پراختیا لپاره په بیا کتنه بوخت دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تمه کېږي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مارک پوتزل په مشرۍ یو الماني پلاوی نېږدې راتلونکې کې افغانستان ته راشي.

د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق وايي، اسلامي امارت د جرمني د دې پرېکړې هرکلی کوي او هیله لري، چې المان کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

ښاغلي وثیق دا تمه هم ښودلې، چې د اسلامي امارت واکمني به د نړۍ له خوا په رسمیت وپېژندل شي.

د‌ المان ځينو رسنيو له د اسلامي امارت سره د خپل هېواد د اړيکو نوې بڼه له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د هڅو زياتوالی ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي